ټولنه

له بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو او دکور دلوازمو مرسته وشوه.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٧
په کندز ولايت کې پرون له څه دپاسه دوه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو او دکور د لوازمو مرسته وشوه.
دکندز ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس عبدالسلام هاشمي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دوه سوه اووه نوي کورنيو چې دنا امنيو له امله دامام صاحب له ولسوالۍ څخه ددغه ولايت په مرکز کې ځاى پرځاى شوي دي دمرستندويو موسسو له خوا خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغو مرستو کې غنم،غوړي،بسکيټ او دکور د لوازم شته.
له بله پلوه يو شمير بې ځايه شوي کورنۍ دغه مرستې ناڅيزې بولي او وايي موږ اساسي او زياتو مرستو ته اړتيا لرو او له ټولو مهمه دا چې له دولت څخه غواړو چې زموږ په سيمو کې دايمي سوله او امنيت تامين کړي.
ديادونې وړ ده چې د مرستندويو موسسو له خوا په نورواړو کسانو دانساني مرستو ويشل دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته