ټولنه

دمحاکمې انلاين سيستم جوړېږي .

کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
دسترې محکمې رييس  قانونپوه سيد يوسف حليم په کابل کې  دبريتانيا سفير له مرستيال او سرپرست  جايلز ليور سره وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې لومړى  دبريتانيا  سفارت سرپرست  له نشه يي توکو اوداداري فساد  ددرندو جرمونو له عدلي او قضايي مرکز اودغه راز دهېواد ديوشمېر جزايي محکمو سره دخپل متبوع هېواد دمالي ، تخنيکي او روزنيزو همکاريو په باب خبرې وکړې او ددغو همکاريو دپياوړتيا او دمحکمو دعيني اړتياو ددرک کولو په مقصد په دغه سفارت کې دعدلي اوحقوقي نوي سلاکار دټاکنې يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې  نوى سلاکار چې دبريتانيا دقضا او څارنوالى په برخو کې ښې کاري تجربې لري دافغانستان له عدلي او قضايي نظام سره دمرستو او همکاريو ښه همغږى کوونکى وي .
په کابل کې دبريتانيا سفارت سرپرست دغه راز دقضيو په څېړنه کې له نشه يي توکوسره دمبارزې محکمو په خپلواکي اوبيطرفي دساتنې يادونه وکړه .
وروسته  دسترې محکمې رييس  دانګلستان په تېره بيا په عدلي اوقضايي برخو کې دانګلستان هېواد دهمکاريو له امله  په مننې سره ددغو همکاريو ددوام هرکلى وکړ اوديوشمېر مهمو جزايي قضيو د انلاين  محکمې دموضوع په باب خبرې وکړې او دواړو لورو ددغه سيستم دقانوني او عملي بېلابېلو اړخونوپه باب خبرې اترې وکړې
دسترې محکمې رييس هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې ددغه شان سيستم له جوړولو مخکې  دوست هېواد بريتانيا هغو هېوادونو ته ديوشمېر قاضيانو ، څارنوالانو او دامنيتي موظفينو دسفر زمينه چې دغه شان سيستم لري برابره کړي چې ددوى تجربې او زده کړې وکولاى شي  دانلاين محکمو دسيستم دجوړولو په بهير کې  ګټور ثابت شي .
په دې کتنه کې دبريتانيا دسفارت سرپرست  ددغه سيستم دبريښنايي سيستم  او تجهيزاتو  دتامينولو په برخه  او له افغانستان څخه بهر ته دعدلي اوقضايي  منسوبينو دمسافرت د زمينې دبرابرولو په  برخه کې دهمکارى ډاډ ورکړ .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته