ورزش

داتلوالۍ کپ دافغانستان دمعلولينو دکرکټ ټيم وګاټه .

کابل باختر دزمري  پنځمه :
دهېواد د معلولينو دکرکټ ټيم پرون مازيګر دهند د معلولينو دکرکټ ټيم ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو داتلوالۍ کپ يې وګاټه .
دکرکټ بورد وياند فريد هوټک  نن دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دغوسياليو کې لومړى توپ وهنه د هېواد دمعلولينو دکرکټ ملي ټيم پيل کړه او په شلو اورونو او دټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يې يو  سلو درې شپيته منډې وکړې  او  دهند دمعلولينو دکرکټ ټيم ته  يوسلو څلور شپيته مندې  هدف وټاکه .
دهند دمعلولينو دکرکټ ټيم يوسلو درې  شپيته منډې يې  بشپړې کړې او لوبه يې برابره پاى ته ورسوله .
  هوټک زياته کړه په فوق العاده  اور کې دهند دمعلولينو  ټيم توپ وهنه پيل کړه . اوپه يو اور کې يې دهېواد دمعلولينو دکرکټ ټيم ته يوولس منډې هدف وټاکه چې دافغانستان دمعلولينو  دکرکټ ټيم دغه هدف بشپړ او ددغوسياليو داتلوالۍ  کپ يې وګاټه .
ديادونې وړ ده چې دهېواد  دمعلولينو دکرکټ ټيم دهند دمعلولينو  دکرکټ له ملي ټيم سره دوه  نورې لوبې هم ترسره کړي چې يوه لوبه يې وګټله او يوه لوبه يې بايلو ده . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته