امنیت

تازه خبر

کابل باختر دوري دمياشتې ١ نيټه :
څوشيبې مخکې د قندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې د نوى کال د نمانځلو دمراسمو په بهيرکې سخته چاودنه وشوه.
  ويل کيږي په دغو مراسموکې دوالي دمرستيال او دامنيه قوماندان په ګډون سيمه ئيزو مقاماتو او دسيمې سلګونو تنوخلکو ګډون کړى و .
دقندهار ولايت يو سيمه ئيز مسوول باخترآژانس ته وويل: په دې چاودنه کې يو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
تراوسه پورې روښانه نه ده چې چاودنه د ايښودل شوي بم او يا دځانمرګى بريد زيږنده ده؟
دغه راز سيمه ئيزو مسوولينو ددغې چاودنې  د سر د زيان په باب  څه نه دي ويلي.
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته