نړيوالي خبري منابع باخترد سنبلي ١٤
دسامسونګ شرکت يو ديجيټلي لاسي ساعت ننداي ته وړاندې کړ.
دغه ساعت دسمارت واچ په نا مه نومول شوى دى .
د سامسونګ شرکت وايي دغه ساعت کولاى شي له يو پرمختللي تيلفون سره داړيکو رول ترسره کړي او استفاده کوونکي ته د پيغامونو اوټيلفونونو په باب معلومات ورکړي اودغه پيغامونه د هغه په صفحه کې ښکاره کيږي .
استفاده کوونکي آن کولاى شي له خپل جيب څخه د ټيلفون له ايستلو پرته له بل لوري سره تيلفوني اړيکه ونيسي .
سامسونګ سمارت واچ پرون په برلين ښار کې په يو تجارتي نندارتون کې نندارې ته وړاندي کړ .
دسامسونګ دغه توليد څو اوونۍ مخکې له هغه چې دده سيال اپل دغه شان يو ساعت معرفي کړي خپل دغه توليد نندارې ته وړاندې کړ .
0 1 دقیقه لوستل