سیاست

د اروپا اتحاديې او افغانستان ترمنځ د پراختيا او مشارکت تفاهم ليک لاسليک شو

کابل باختر دکب دمياشتې ١ :
د اروپا اتحاديې او افغانستان ترمنځ د پراختيا او مشارکت تفاهم ليک لاسليک شو.
د ماليې  وزیر اکلیل حکیمي پرون د افغانستان او اروپایې ټولنې ترمنځ د پراختیا او مشارکت تفاهم لیک د حیاتي ارزښت د ټینګار ترڅنګ وویل:" دغه تړون  د ثبات او پراختیا لپاره زمونږ د دوه اړخیزو ژمنو پر اساس په ۲۰۱۱ کال کې د بن، په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو، په ۲۰۱۴ کال کې د لندن په غونډو  او کنفرانسونو کې جوړ شوی دی او تېر کال په بروکسل کنفرانس کې بیا نوی شو".
دماليې وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :                    
ده  زیاته کړه د پراختیا او مشارکت تفاهم لیک په رسمي توګه زمونږ د همکاریو ښودنه کوي او د افغانستان او اروپایې ټولنې تر منځ د سیاسي خبرو له لارې د منظمې سولې، امنیت او په افغانستان او سیمه کې د دوې له ملاتړ زمینه برابروي، ده  له اغلې موګرینې څخه په دې مننه وکړه چې نوموړې د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د نویو اړیکو پړاو پرانیست.
د اروپایې ټولنې لوړ پوړې استازې او د دې  ټولنې د کمېسیون مرستیالې اغلی فدریکا موګریني وویل: " اروپایي ټولنه د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده او ملګرتیا به یې اوږدمهاله وي.
د بروکسل له نړیوال کنفرانس څخه وروسته چې ریاست یې زموږ او د افغانستان پر غاړه و، ملګرتیا مو ډېره شوې ده.  نننی تفاهم لیک چې موږ لاسلیک کړ، دې ته مو هڅوي چې د انساني ودې، له فساد سره د مبارزې، د قانون حاکمیت او دولت جوړونې او همدارنګه به د کډوالو په برخه کې ملګرتیا لا زیاته و.
دا تفاهم لیک په ټوله مانا د مشارکت تفاهم لیک دی. اروپایي ټولنه به له افغان ملګرو سره د اوږد مهالې پراختیا له پاره خپله ملګرتیا ثابته وساتي".
د پراختیا او مشارکت د همکارۍ تفاهم لیک د افغانستان او اروپایې ټولنې لومړنی دوه  اړخیز تفاهم لیک دی چې د افغانستان او اورپایې ټولنې تر منځ په قانوني چوکاټ کې د همکاریو ښودنه کوي.
دې  تفاهم  لیک د بدلون په لسیزه (۲۰۱۵-۲۰۲۴) کې د افغانستان د پراختیا او پرمختیا کې د اروپایې ټولنې د ژمنو ښکارندویي کوي او همدا شان دغه تفاهم لیک په افغانستان کې د اصلاحاتي پروګرامونو په پلي کېدو کې د اروپایې ټولنې د اوږدمهاله ملاتړ بنسټ جوړوي.
د پراختیا او مشارکت تفاهم لیک د اروپایې ټولنې د اصولو او شرایطو له ډلې څخه د سیاسي مسایلو په تېره بیا د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په برخو کې چې دشرایطو اړین عناصرجوړوي د اروپایې ټولنې همکارۍ ښکاره کوي.
دغه تفاهم لیک د قانون دحاکمیت، روغتیا، د کلیو او بانډو پراختیا، ښوونه اوروزنه ، ساینس او ټکنالوژجۍ، له فساد سره د مبارزې، د پیسو سپیناوی او د ترهګرو له مالي ملاتړ څخه مخنیوی، له سازمان موندلو جنایتونو او له نشه یي توکو سره کلکه مبارزه وکړي او همدارنګه د دې تفاهم لیک له مخې به اروپایي ټولنه او افغانستان په دې وتوانیږي چې نړیوالو ستونزو لکه، هستوي امنیت، د اتمي موادو نه خپراوي او د اقلیم بدلون ته په ګډه ورسیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته