کابل باختر دسلواغي اتمه :
دوه تنه ښځې تېره شپه ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په کندز ولايت کې په خپل کورکې ووژلې شوې .
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني باخترآژانس ته وويل: دوه ځوانې ښځې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا د کندز ښار د دريمې ناحيې د چهل دختران په سيمه کې د تومانچې په ډزو سره ووژلې شوې .
ويل کيږي يرغلګر له ساحې څخه تښتيدلي دي او دپوليسو له خوا لومړنې څيړنې ښيي چې دغه وژنې د کورنيو دښمنيو زيږنده دي، خو د دغې پيښې اصلي علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ