فرهنګ

په لوګر کې دخبريالانو حالت ښه شوى دى .

– کابل باختر دزمري اتلسمه :
په روان کال کې دتيرکال په نسبت په لوګر ولايت کې دخبريالانو پرخلاف تاوتريخوالي کمښت موندلى دى .
دلوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست داطلاعاتو آمر امين الله صفا باختراژانس ته وويل چې دروان کال په بهير کې له دغې ادارې سره دخبريالانو په وړاندې دتاوتريخوالي دوه مورده او دخبريالانو پرخلاف دګواښ دوه مورده ثبت شوي دي .
صفا زياته کړه چې  دتيرکال په بهير کې دملي پيغام  راډيو مسوول قاضي محمد نصير مدثر دناپيژاندو وسله والو کسانو له خواووژل شو او درسنيو اته تنه کارکووزنکي ددولت دوسله والو مخالفانو له خوا ګواښ شوي وو .
داطلاعاتو آمر وايي چې په ځينو مواردوکې درسنيو په وړاندې  امنيتي ګواښونه او اقتصادي  ستونزې شتون لري .
  په لوګر ولايت کې خبريالانو تل ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دهراړخيزې  همکارۍ له امله قدرداني  کړې ده او د غه رياست  له خبريالانو سره دلازياتې همغږۍ  په مقصد  دمياشتې په بهير کې  له  خبريالانو سره دهمغږۍ غونډې  جوړوي او تل يې دخبريالانو ستونزې ددغو غونډو له لارې دچارواکو غوږونو ته رسولي دي .
دلوګر ولايت خبريالان وايي چې په تيرو ت١٥ کلونو کې دبيان ازادي زياتې لاسته راوړنې لري خو لاتراوسه پورې دهغوى دلارې پرسر زيات چلنجونه او خنډونه شته . دزينت راډيو مسوول  نور الله ستانکزي او دسلام وطندار  خبريال خان ولي احمد زي باختراژانس ته وويل چې ناامني او مالي ستونزې ددې سبب شوي دي چې خبريالان ونه کړاي شي په سمه توګه خپلې دندې ترسره کړي .
احمدزي  زياته کړه چې په ځينو مواردو کې خبريالان په اطلاعاتو بشپړ لاسرسۍ نه لري او ځينې دولتي ادارې داطلاعاتو له  ورکولو څخه ډډه کوي .
  دلوګر ولايت دمقام وياند سليم صالح درسنيو مالي  ستونزې مني خو درسنيو امنيتي حالت دانديښنې وړ نه بولي او وايي چې د خبريالانو دمصوونيت غونډې دولايت په مقام  کې په مياشت کې يوځل جوړيږي .
  دلوګر ولايت داطلاعاتو  اوفرهنګ رييس  محمد شفيق  پوپل دخبريالانو په وړاندې امنيتي ګواښونه ردوي او وايي چې په لوګر ولايت کې  درسنيو دکارکوونکو په وړاندې په دې کچه ګواښونه شتون  نه لري چې  ددوى فعاليت له خنډ او ډب سره مخامخ کړي .
ديادونې وړ ده چې په لوګر ولايت کې پنځه راډيويي شبکې او اووه چاپي خپرونې فعاليت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته