امنیت

دبدخشان ولايت دزيباک ولسوالۍ دبيرته نيولو عمليات پيل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :
دبدخشان ولايت دزيباک ولسوالۍ  دبيرته نيولو عمليات پرون پيل شول.
دبدخشان  دوالي وياند نيک محمد نظري دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې امنيتي  ځواکونو دزيباک  ولسوالۍ دبيرته نيولو لپاره پراخ عمليات پيل کړي دي  او دغه عمليات  يو لړ  پرمختګونه هم له ځان سره  لري.
ده دزياتو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه .
دشمال ختيځ زون وياند محفوظ الله اکبري وايي  دزيباک ولسوالۍ دبيرته نيولو عمليات پرون له غرمې وروسته پيل شوي  دي او تراوسه پورې  دوسله والو مخالفانو دراټوليدو په ځينو مرکزونو هوايي بمبارۍ شوي دي او دطالبانو دسپرلۍ په يوه موټر دبريد له امله  ددغې ډلې يو زيات شمير کسان وژل شوي دي  چې شمير يې معلوم نه دى.
وسله والو طالبانو دتيرې جمعې په ورځ  په زيباک ولسوالۍ بريد وکړ او هغه يې ونيوله .             

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته