امنیت

دسرحدي پوليسو موظفينو يو تن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيو.

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
دکابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو موظفينو نن يو تن دنشه يي توکو دقاچاقو په تورونيو .
دکابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو يوه خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ نيول شوى سړى دکابل ولايت اوسيدونکى دى او کله يې چې غوښتل نږدې شپږ سوه کيلوګرامه هيروئين چې په يوبيک کې ځاى پرځاى شوي و او ديوې الوتنې په واسطه يې شارجې ته  ليږدول دکابل دنړيوال  هوايي ډګر دسرحدي پوليسو دموظفينو له خوا ونيول شو .
پرون هم دننګرهار ولايت دوه تنه اوسيدونکي په ورته تور ونيول  شو .
دغو دوو تنو څه دپاسه  يو کيلوګرام هيروئين په خپلو ګيډو کې ځاى پرځاى کړي و .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته