امنیت

اووه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر
د پکتیا د آریوب ځاځي ولسوالۍ په ګټه سنګ سیمه کې د دوو سیمه ييزو قوماندانانو په ګډون ۷ وسله وال طالبان ووژل شول.
ځايي چارواکي وايي چې هوايي ځواکونو تېره شپه په ګټه سنګ سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ.
د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په برید کې د دوو سیمه ييزو قوماندانو په ګډون ٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته