کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو دسازمان د ځانګړي استازي د سياسي چارو له مرستيالې ميرمن پرنيلا کارديل سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
د بهرنيو چراو وزارت د وياند دفتر باخترآژانس خبريال ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې د يوناما د معاونيت د دندې د ترلاسه کولو له امله ميرمن کارديل ته مبارکي وويله او هيله يې وکړه چې د ديپلوماسۍ په برخه کې تېرو ښو تجربو ته په پاملرنې سره وکولاى شي په بېلابېلوکچو د اړيکو د لا زيات ټينګښت او پراختيا په لاره کې د افغانستان د حکومت ښه همکاره واوسي.
کرزي دغه راز په افغانستان کې د ملګروملتو دسازمان د هميشنيو او هر اړخيزو همکاريو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې د ملي وحدت د حکومت د جوړيدو له وخت څخه تر اوسه پورې دملګروملتو دسازمان د فعاليتونو د همغږۍ او اغيزمنتوب په لاره کې ګټور او عملي ګامونه اخستل شوي دي. وروسته ميرمن کارديل د هېواد د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره د کتنې له امله د خوښۍ په څرګندولو سره ټينګار وکړ چې د افغانستان له دولت او خلکو سره د ملګروملتو د سازمان د همکارۍ د پياوړتيا په لاره کې به هلې ځلې وکړي.
په دې کتنه کې دهېواد د سياسي او امنيتي موضوعګانوپه باب هم خبرې وشوې.
2 1 دقیقه لوستل