امنیت

په تخارکې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

٣٩- کابل / دسلواغې ١٨مه / باختر
د تخار د امنيې قوماندانۍ پوليسو دوه بوشکه يي ماينونه چې وسله والو طالبانو د تخار – کندز د لويې لارې په تګلوري کې ښخ کړى و، کشف اوشنډ کړل.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو د تخار – کندز په لويه لاره کې دوه بوشکه يي ماينونه ښخ کړي و چې د امنيتي اودفاعي ځواکونو د کاروانونو د تېرېدو په وخت کې وچوي خو پوليسو دغه ماينونه کشف کړل او د تخنيکي ټيم له خوا شنډ کړى شو .
ختم – ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته