کابل باختر د زمري اتمه :
په بغلان کې دشپاړلس ميګاواټه بريښنا په ظرفيت دوارداتي بريښنا ديوه سب استيشن په فعاليدو سره نن څه دپاسه شل زره کورنيو ددايمي بريښناله نعمت څخه ګټه واخسته .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دبريښنا دغه سب استيشن دبغلان دوالي له خوا پرانستل شو او داستفادې وړ وګرځيد .
دغوري بريښنا شرکت مرستيال انجنير عبدالاول وويل چې دمرکزي بغلان په ولسوالۍ پورې اړوند چم قلعه دبريښنا ستيشن چې د درولو او مونتاژ کار يې څلور کاله مخکې پيل شوى و دانرژۍ او اوبو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه اته مليونه امريکايي ډالره لګيدلي دي چې په پرانستل کيدو سره يې په مرکزي بغلان ، صنعتي بغلان ، او زاړه بغلان پورې اړوند دڅه دپاسه شلو کورنيودبريښنا دنشتوالي ستونزه لرې شوه
0 1 دقیقه لوستل