امنیت

په تخار ولايت کې ديومليونو نيالګيو دکښينولو تياري .

کابل باختر دکب  يوولسمه :
دتخار ولايت مرکز تالقانو په ښار کې به څه دپاسه يو مليون نيالګي کښينول شي .  دباختراژانس دخبرله مخې په هغې غونده کې چې له همدې امله دتخار ولايت دمقام په تالار جوړه شوې وه  دتخار ولايت   والي ډاکتر ياسين ضيا دچاپيريال ساتنې او دسمسورتيا په باب خبرې وکړې  .
ټاکل شوې ده د ١٣٩٦ کال په پيل کې به ددغه ولايت دکرنې رياست په همکارۍ يومليونه ميوه لرونکي او ډولي نيالګي دتخار ولايت په مرکز کې کښينول شي .
ده له ټولو موسسو او اړوندو  ادارو څخه وغوښتل تر څو ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دنيالګيو کښينولو کمپاين ته پراختيا ورکړي او ښار ته ښکلا ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته