کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
هغه سړى چې ويل کيږي په ننګرهار ولايت کې دموټرسايکل دغلا ديو بانډمسوول دى؛ پرون د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دلاور له غلا شويو موټرسايکلونوسره په جلال آباد ښارکې نيول شوى دى.
دلاور او افرادو يې د جلال آباد ښار او د ننګرهار ولايت د اړوندو ولسواليو په مربوطاتوکې د موټرسايکلونو په غلا لاس پورې کاوه .
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې خلک د خپلو موټر سايکلونو د غلا د زياتوالي له امله سر ټکوي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې د دغه سړي په نيول کيدو سره په دغه ختيځ ولايت کې دموټرسايکلونو دغلا دبانډ دځپلو په لاره کې ستر ګام واخيستل شو.
2 1 دقیقه لوستل