امنیت

يو ډار اچوونکى ووژل شو

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
د هېواد په جنوب زون کې يو ډار اچوونکى د ملي اردو د ځواکونو له خوا ووژل شو.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ٢٠٥ اتل قول اردو جزوتامونو له نورو امنيتي ځواکونو په ګډو هلوځلوکې د اتل په نامه د هغو محاربوي عملياتو په بهيرکې چې د زابل ولايت د شاجوى او شملرو او د قندهار ولايت د شاولي کوټ د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسر کړل؛ يو تن ډار اچوونکى وواژه او دوه تنه نوريې ټپيان کړل او د هغوى يوه پيکا او دوه موټر سايکلونه ويجاړ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته