امنیت

طالبانو ديوماشوم په ګډون دوه تنه شهيدان کړل .

کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
دسرپل ولايت کې ديوماشوم  په ګډون  دکوهستاناتو ولسوالۍ دوه تنه اوسيدونکي پرون مازيګر  دوسله  والو طالبانو په ډزو کې شهيدان شول .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دغه ډزې په داسې حال کې دوسله والو طالبانو له خوا وشوې چې ددغې ولسوالۍ دجرغانو دکلي  يوشمېراوسيدونکي دطالبانو دظلمونو پرخلاف په اعتراف لاس پورې کړل اودکوهستاناتو دولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي ولسوال امان الله منصور دموټر په ګډون دهغوى په وسايطو  دډبرو برېدونه وکړل او په هغوى يې دلرګيو او ډبرو بريدهم وکړچې دوسله والو طالبانو دډزو په نتيجه کې  ديوماشوم په ګډون دوه تنه شهيدان شول اوشپږ  تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي طالبانودسيمې دخلکو دوکانونه تړلې دي او له هغوى  څخه يې وغوښتل چې دخپلو دوکانونو مالونه ولېږدوي
ويل کېږي   اعتراض تراوسه پورې دوام لري .
په همدې حال کې دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ  دمطبوعاتو آمر نور اقا حنيفي  وايي دغه ساحه دطالبانو ترواکمنۍ لاندې ده او زياته موده  کېږي چې خلک ځوروي .  دى له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ددغې ولسوالۍ دامنيت دتامينولو په خاطر عمليات ترسره  کړي .
ختم_ ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته