کابل/ د وري ۱۰/ باختر
د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې په دوو بېلابېلو بریدونو کې نن درې واکسیناتورانې په ډزو وژل شوې دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکو تر اوسه د کومې پېښې پخلی نه دی کړی؛ خو باختر اژانس ته د څلورمې ناحیې اړوند بیز سیمې یو اوسېدونکي وویل چې نن له غرمې مخکې یوه ښځینه واکیسناتوره د بیز چوک ته څېرمه ویشتل شوې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
په ورته وخت کې ویل کېږي چې دوې نورې واکسیناتورانې هم د جلال آباد ښار په غوچکو سیمه کې ویشتل شوې دي.
تراوسه یې چا مسوولیت نه دی منلی.
پای/وصال
5 د یوې دقیقې څخه لږ