-کابل باختر دمرغومي لومړي :
افغان ځوان افسر بهزاد دبريتانيا دسلطنتي اکاډمۍ د سرو زرو توره ترلاسه کړه.
دباخترآژانس د خبر له مخې:
دغه جايزه چې د بريتانيا بهرنيو افسرانو ته برابره شوې ده او د زده کړې د دورې له تيرولو وروسته ډير غوره محصل ته ورکول کيږي.
د ١٦١ دورې له تيرولو او بشپړولو وروسته دغه جايزه افغان ځوان افسر بهزاد حيدري ته ورکړى شوه .
د افغانستان د ملي اردو ځوان افسر بهزاد حيدري دبريتانيا دسلطنتي اکاډمۍ (سن هارتس) د سرو زرو توره ترلاسه کړه .
په بريتانياکې د سن هارتس اکاډمي په ١٩٤٧کال کې جوړه شوه او تر اوسه پورې يې په لسګونو تنه په پوځي برخوکې روزلي دي چې د هرې روزنيزې دورې په پاى کې د جګپوړو پوځي او شاهي مقاماتو په وړاندې مخصوص پريټ پرځاى کيږي او غوره محصل هم معرفي کيږي.
د دغې اکاډمۍ له سيستم سره سم ټول محصلان بايد د بريتانيا په دفاعي پوهنتون کې چې د انګليسي ژبې، فزيکي تمرينونو، رهبريت او د توپوګرافۍ د چارو لوست پکې ورکول کيږي؛ يوه روزنيزه دوره تېره کړي.
افغان ځوان افسر بهزاد حيدري د سراسري آزموينې د يوې دورې په پاى کې وکولى شول چې د کويټ، عراق، ارمنستان، کينيا، جنوبي سوډان، سعودي عربستان او د عمان د افسرانو ترمنځ د غوره محصل په توګه انتخاب شي.
د يادونې وړ ده چې د ملي پوليسو دوو تنو ځوانو افسرانو هم په همدې دوره کې برخه لرله چې هغوى هم د دغې دورې د لسو ډيرو غوره محصلانو په ډله کې وپيژندل شول.
0 1 دقیقه لوستل