سیاست

اعلامیه

  کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې 4مه :                                                     

د اروپايي ټولنې او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ګډه اعلامیه د اروپايي ټولنې او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت استازو پرون مازیګر به کابل کې  وکتل .                                        په دې غونډه کې د افغانستان د سولې تامین لپاره د اروپايي ټولنې د هغې ژمنې تطبیق، چې د ۲۰۱۸ کال نوامبر د میاشتې په ۲۸ نېټه د اروپايي ټولنې د مشرې او د وړاندې شوي کمېسیون فیدریکا موګیرني له خوا د جینوا د وزیرانو کنفرانس کې د افغانستان اړوند وړاندې شوې وه، بحث او خبرې وشوې.                                              

دواړو لورو  د دې ژمنې د تطبیق برخه کې په مشخصو اقداماتو بحث وکړ.  دغه غونډه چې د هېواد د ملي امنیت سلاکارحمدالله محب او دافغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي رولند کوبیا په مشرۍ جوړه شوې وه،  په پنځو هغو عمده موضوعاتو چې اروپايي ټولنې په جینوا غونډه  کې وړاندې کړي وو، بحث ترسره شو، چې عبارت دى له : د سولې د پروسې ټولمنل، د امنیتي سکټور سربېره ټولو برخو کې اصلاحات، بیا ځلي ادغام، سوداګري، سیمه ییز اتصال او د راتلونکي لپاره د سولې په توافقاتو کې د احتمالي ضامن په توګه د ونډې اخېستل. د دې ناستو غړو د کابل پروسې د درېیم کنفرانس په اړه، چې په نږدې راتلونکي کې جوړېږي خبرې وکړې او هغه يې د افغانستان لپاره ښه فرصت وباله.                  

هغوی ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کولای شي د سولې بهیر کې مرکزي رول ولري او سیمه ییزه او ملي اجماع لا پیاوړې کړي.                      

اروپايي ټولنې ټینګار وکړ، چې افغانستان کې به د تلپاتې سولې تامین په خاطر هېڅ ډول ملاتړ ونه سپموي اوهمدا راز د سولې د خبرو اترو په هر پړاو کې همکارۍ ته چمتو ده.                                                                                      پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته