ټولنه

تبصره

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٤
په افغانستان کې وزګارتيا په يوې پيچلې ټولنيزې ستونزې بدله شوې ده او په دغه هيواد کې دمليونونو تنو شتون کولاى شي زموږ د ټولنې په وړاندې ناولې پايلې په ځان پسې ولري.
دباختر آژانس مبصر ليکى: د مي دمياشتې لومړۍ نيټه دکار او کارګر نړيواله ورځ ده.
ددغې ورځې نمانځنه په حقيقت کې دکار دځواک او ارزښت درناوى دى . خو په افغانستان کې په دې باب کومې خبرې شتون لري ځکه په افغانستان کې دکار دځواک زياته برخه له وزګارتيا څخه ځوريږي.
رسمي شميرنې ښيي چې په افغانستان کې دکار دځواک شمېر نهو مليونو ته رسيږي چې درې مليونه تنه يې بيخي وزګار او نور هم وقفه وي کارلري يعنې په دايمي توګه کار نه لري.
په افغانستان کې وزګارتيا اوس په يوې پيچلې ټولنيزې ستونزې بدله شوې ده او د نا امنيو دوام،دپانګې تيښته دکارموندلو ديوه مشخص چلند نشتوالى،دمهاجرتونو دوام او په کليو کې د ژوندانه په نسبت دښاري ژوندانه غوره بلل د دې سبب شوې دي چې دغه ستونزه لاپسې سخته شي او که چيرې دهغې دکنترولولو او دکارموندلو لپاره دقيق پروګرام جوړنشي ،دوزګارتياستونزه به له يوې سختې ټولنيزې ستونزې څخه په يوه ستر اقتصادي او سياسي بحران بدل شي.
ځکه همدا اوس دوسله والو مخالفينو په ترکيب کې زياتره هغه ځوانان دي چې وزګارتيا او بې وزلۍ دوګړنۍ واکمنۍ او دوسلې دترلاسه کولو په وړاندې دجګړې په لور د دوى لاره پرانستې ده.
په افغانستان کې دوزګارتيا په نامه دستونزې په وړاندې چوپتيا او د پروګرام نشتوالى د دې سبب شوي دي چې په هرو پنځو کلونو کې ،٤ مليونه تنه دوزګارو کسانو په شمېر ور زيات شي او له بده مرغه چې دهيواد زياته برخه وزګار کسان ځوانان دي او ځوانان دهيواد په سلو کې شپيته وکړي کيږي.
دملګرو ملتو دسازمان دوګړو صندوق دکارموندلو په برخه کې دافغانستان د دولت په نسبت انتقادي نظر لري او وايي چې د افغانستان دولت ځوانانو ته دکارموندلو او دهغوى د روغتيا په برخه کې پاملرنه نه ده کړې.
نن ورځ له افغانستان څخه دمهاجرت مهم دليل له ټولو مخکې جګړه،نا امني او وزګارتياده او له افغانستان څخه دمهاجرت اصلي انګيزه اقتصادي مهاجرت دى.
ددغو مسئلو ترڅنګ بې وزلي،تاوتريخوالي ،جنسي نابرابري او دتحصيلي امکاناتو نشتوالى په افغانستان کې دپرمختګ خنډ دى چې بيا هم په دې برخه کې څرګند پروګرام او چلند شتون نه لري.
په افغانستان کې د وزګارتيا ستونزه خپله لاره داسې چټکه او ګړندۍ تعقيبوي چې دانديښنې اويا دخپګان څرګندول نشي کولاى دکوم درد دوا وکړي،بلکې ددغې ستونزې اوارول تدبيرونو او غوره چلندونو ته اړتيا لري.
دسياسي کارپوهانو په باور سمه به وي چې افغانستان خپل اقتصادي لومړيتوبونه په ښه توګه تشخص کړي او په سمه توګه دپروګرامونو په جوړولو سره ښارونو ته دکليوالي اوسيدونکو دکډې کولو مخه ونيسي. چې دښارونو له اندازې زيات ډکيدو او دکليو دتشيدو او خالي کيدو مخه ونيول شي.
دابه په خپله دوزګارتيا په نامه دستونزې په لرې کولو اغيزمن وي.
دافغانستان دولت بايد په لومړي ګام کې دکرکيلې په برخه کې چې دافغانستان دغوڅ اکثريت وګړو کار او کسب دى ، زياته پانګونه وکړي.او دکرنيزو محصولاتو او کروندګرو زيات ملاتړ وکړي.
ددې ترڅنګ دولت بايد دتخنيکي ښوونځيو او دلنډمهالو او اوږدمهالو حرفوي کورسونو په جوړولو سره په هيواد کې دوزګارتيا په نامه دستونزې دلرې کولو په لټه کې شي.
دغه راز دولت دې له نورو هيوادونو سره دکار تفاهم ليکونو او قرار دادونو په لاسليک کولو سره هغو هيوادونو ته چې کارګر ته اړتيا لري دکار دځواک دصادرولو زمينه برابره کړي.
هغه څه چې وويل شول :کيداى شي زيات وخت وغواړي خو مهمه داده چې دولت دې په دې لاره کې لومړني ګامونه واخلي ترڅو جوته شي چې له وزګارتيا څخه د رامنځته شويو ستونزو دحل کولو لپاره اراده شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته