کابل باختر دکب دمياشتې ١٩:
په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې د بلخ ولايت د سرپرست له خوا د مزارشريف ښار په سل کيلومترى د کشنده او زارع د ولسواليوپه ساحوکې ترسره شول؛ ٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، شپږ تنه ټپيان او ١٩ تنه نور يې ونيول شول.
د بلخ ولايت سرپرست عطامحمدنور د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هېواد د امنيتي ځواکونو د هغو برياليو عملياتو له امله چې د هوايي ځواکونو او دخلکو په همکارۍ دخورشيد_ ١ په نامه د بلخ ولايت د کشنده او زراع په ولسواليوکې ترسره شول، د کشنده ولسوالۍ په دره کنج کې د طالبانو تروريستي روزنيز مرکز دړې وړې شو او ٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ٦ تنه ټپيان او ١٩ تنه نور يې ونيول شول.
خبرځاى وويل: د دغو عملياتو قومانداني د بلخ ولايت سرپرست په غاړه لرله او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او عمليات دغه راز دوام لري .
ويل کيږي؛ د طالبانو قوماندان تښتيدلى دى او ښايي ډير ژر ونيول شي.
0 1 دقیقه لوستل