سیاست

دوزيرانو شورا : دانکشافي بودجي دتطبيق په لاره کې پراته خنډونه او ستونزي دي ډير ژر تحليل اووڅيړل شي

کابل باختر د وري  اوومه

  د وزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن دجمهوري رياست دسرپرست  مارشال محمد قسيم فهيم  په مشرۍ په ارګ کې  جوړه شوه .

 باختر اژانس ته دچارو داداري  او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوي رياست دمعلوماتو له مخې  په پيل کې  دوزيرانو شورا دنوي کال له امله دهيواد ټول مسلمان ملت  ته مبارکې وويله او دلوي خداي ( ج )  له دربار څخه يې دسولې ،  صفا ، صميميت  ، پيوستون او  دسوکالې  کال هيله وکړه .

  له اجندا سره سم دجمهوري رياست  مرستيال  او دوزيرانو شورا داقتصادي کميټې  رييس محمد کريم خليلي ددغې کميټي د  ١٣٩٠  کال د٢٠- ٢١او ٢٢ ګڼه  پريکړه ليکونو په اړوند غونډي ته معلومات وړاندې کړل او وي ويل په دغو غونډو کې په ټوليزه توګه نهه موضوعګانې  څيړل شوي دي چې  له دي جملې څخه دري  پريکړي  يې دوزيرانو شورا  په  غونډه کې  دخبرو غوښتنه کوي چې تفصيل يي داقتصاد،  کانونو اودماليې دوزيرانو له خوا غونډې ته وړاندې کېږي

  ورپسي داقتصاد وزير  د  ١٣٩٠ کال په نهو مياشتو کې دانکشافي پروژو د تحقق د څرنګوالې تفصيل غونډي ته داسې طرحه کړ .

  په دې موده کې له  ٦١٠  انکشافي پروژو څخه د ٤٠ پروژو دجوړولو چاري بشپړي شوي دي او ٣٢٧ پروژو دجوړولوکار دوام لري او د ١٦٩ پروژو  کار دلازمو سندونو دنه بشپړيدو په نسبت  نه دي پيل شوي .

  چې په دي ترتيب دانکشافي بودجي تحقق په سلو کې٣٣ ښيي .

 ده دانکشافي پلان  دنه تطبيق  عوامل د ځينو پروژو په کاري  ساحه کې د امنيت نشتوالې ، تدارکاتي ستونزي ، له يوکال څخه بل کال ته دځينو پروژو دبودجي نامکمله  ليږدونه ، په خپل وخت دپروژو د ځمکې نه استملاک  دځينو تمويلوونکو دژمنو نه عملي کېدل او په ځينو ناامنو  ولايتونوکې دفزيکې  پيسو نشتوالې  وباله .

 وروسته دماليې وزارت مالي معين د ١٣٩٠  کال په  ١٢ مياشتو کې دعادي او انکشافي بودجي دتحقيق د وروستيو ارقامو دتحليل  په اړوند وويل چې عادي بودجه په سلو کې  ٩٧ او انکشافي بودجه په سلوکې  دوه پنځوس اعشاريه اووه تطبيق شوي ده چې دتيرو کلونوپه پرتله ښه پرمختګ شي .

  دوزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته داقتصاد اودماليې وزارتونه موظف کړل چې  په  ١٣٩٠  کال کې دعادي او انکشافي بودجي د تحقق  باوري  ارقام او کلي تصوير له هراړخيز تحليل وروسته داړوندو  وزارتونو سره په تفاهم کې برابر او دوزيرانو شورا راتلونکو غونډو ته دي وړاندې کړي .

 دغه راز دوزيرانو شورا داقتصاد وزير بيا موظف کړ  چې داقتصادي  کميټي د ١٣٩٠ کال دمرغومي دمياشتي د ٢٣ نيټي له اتلسمي ګڼي پريکړه ليک  سره سم او دوزيرانوشورا د ١٣٩٠ کال دمرغومي دمياشتي د ١٩ نيټي  د ٤٠ ګڼه مصوبي دلومړي فقري دصراحت له مخې دانکشافي بودجي د تطبيق په لاره کې  پرتي  ستونزي او خنډونه  ډير ژر تحليل او وڅيړي  او دنواقصو دله منځه وړلو اوپه دي لاره کې دبرياليتوب   دلارو چارو دلټولو په  اړوند خپل مشخص پيشنهادبرابر او جمهوري رياست  ته دې وړاندې کړي .

 ورپسي دکانونو وزير دبغلان ولايت ددوشي ولسوالۍ د قره ذغن  دسروزرو دکان د رايستلو  دقرارداد ګتونکېافغان کرستال نچرال ايسور  ستر کمپني د تجهيزاتو  او سامان الاتو دګمرکې محصول معافيت دخصوصي پانګي  اچونې له قانون سره سم غونډي ته طرحه کړ چې دتصويب  وړ وګرځيد .  د وزيرانو شورا دکانونو اودماليې وزارتونه موظف کړل چې دخصوصي  پانګې اچونې  دقانون صراحت سره  سم دې ددغې کمپني دتجهيزاتو  او سامان الاتو دمحصول دمعافيت  په برخه کې  اقدام وکړي .

 دوزيرانو شورا  داقتصادي کميټې نوري  پريکړي  تاييدي کړي  او دماليې وزارت يې موظف کړ چې دنوي کابل بانک دخصوصي کولو په باب د اقتصادي کميټي پريکړه دي دوزيرانو شورا په راتلونکې غونډي کې طرحه کړي  .

 وروسته دلوړو زده کړو وزير  د لوړو زده کړو  په موسسودشموليت دکانکور دازموينو د نتيجو په اړوند غونډې ته معلومات وړاندې کړل .  او وي ويل  چې د يوسلو  شپږ پنځوسو زرو يو سلو يو شپيتو تنو داوطلبانو  له جملې  څخه چې نومونه يې ليکلي و  يوسلو پنځه څلويښتو زرو اووه سوه  پنځه اتيا تنو يې دکانکور په ازموينو کې ګډون کړي و چې له دې جملي څخه اته ديرش زره شپږ سوه نوي تنه يي بريالي اودهيواد دمرکز او ولايتونو په پوهنتونونوکې جذب شوي دي .

  دلوړو زده کړو  وزير څرګنده کړه چې دکانکور دازموينې له نتيجي پرته  ديو زرودرې سوه لسو  تنو ګډون کوونکو په جذب سره چې لوړي نمري لري دمرکز او ولايتونو  په پوهنتونونوکې دمحصلانو دجذب کچه څلويښتو  زرو تنو ته رسيږي سربيره  پردي دشپې په پوهنځيو کې  اتو زرو تنو نورو ته هم دجذب زمينه برابريږي .

  وروسته دپوهنې وزير  په  ١٣٩١  کال کې دداخل خدمت ښوونکو په ګډون دنيمه لوړو زده کړو  په موسسو او دارالمعلمينونو کې دشپيتو زرو تنو  دجذب په اړوند غونډي ته معلومات وړاندې کړي چې په دي ترتيب په  ١٣٩١ کال کې دلوړو اونيمه لوړه  زده کړو په موسسو کې  ددولسمو ټولګيو دفارغانو دجذب شمير  يو سلو اتو زرو  تنو ته رسيږي چې دکانکور دازموينو دټولو برخه والو په سلو کې پنځه اويا کېږي .

 دوزيرانو شورا  دلوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې  د ١٣٩١ کال دکانکور دازموينو دبرخه والو جذب دقناعت وړ وباله او په شپې پوهنځيو کې  دکانکور دازموينو  دهغو برخه والو دلازيات جذب په مقصد  چې لوړي  نمري يي اخستي دي  اوبې نتيجي  پاتي دي دماليې او دلوړو زده کړو  وزارتونه موظف کړل چې په همدي مقصد دي لازمي پيسې تدارک اودلووړ زده کړو وزارت  په واک کې دي ورکړي .

  وروسته دفوايد عامې وزير دنجراب ولسوالۍ  دګياوه او درنامي دکليو له لاري دکاپيسا سروبي سړک   دکار دپرمختګ  څرنګوالي غونډي ته طرحه کړ اوڅرګنده يې کړه چې دغه سړک دهيواد دشمال ولايتونه دکاپيسا ولايت له لاري په ډير لنډ تګلوري کې دهيواد له ختيځو پولو سره نښلوي .

   ده زياته کړه  څرنګه چې دکېاوه او درنامي دکليو له لاري دپنځوس   کېلو متره سړک دجوړولو لپاره منظوره شوي بودجه دهغه دستخوالې په نسبت کافي نه وه  له دې امله دمجبوريت  له مخې دغه سړک دکاپيسا ولايت دمرکز  ( محمود راقي )  له لاري تر نجراب پوري دجبل السراج  نجراب سړک په پروژه کې چې پخوا دبيا رغونې دولايتي ټيم له خوا په خامه ډولو جوړ شوي و   ونښلول شوچې په دي تګلوري کې دانرژي او اوبو وزارت له پلان سره سم دباغ دري  د بريښنا  بند  چې دپنجشير سيند په وړاندې جوړيږي موقعيت لر ي چې په دې  صورت  ددې غوښتنه کوي  ددرنامي اوګياوه دکليو له لاري د سړک  دتګلوري دبدلون  په لاره کې مالي مدرکونه دفوايد عامې وزارت  په واک کې ورکړ ي شي .

   دوزيرانوشورا له هراړخيزو خبرو وروسته په دي تګولري کې دباغ دري  دبريښنا دبند دجوړولو په پام کېنيولو سره دماليې ، فوايد عامې او دانرژي او اوبو وزارتونه موظف کړل  چې ددرنامي  اوګياوه دکليو له لاري ددغه سړک دجوړولو په مقصد لازمي پيسي تدارک او د فوايد عامې وزارت په واک کېورکړي .

  دغونډې دکار په دوام دافغانستان بانک مرستيال  دافغانستان  بانک درييس او ددغه بانک  دمالي شخړو دحل کولو دکميسيون دغړو دمعاش دمنظوري  په باب ددغه رياست پيشنهاد غونډي ته طرحه کړ چې دتصويب وړ وګرځيد .

 دغونډي په پاى کې  دبهرنيو چارووزارت دستر سلاکارله خوا دري مورده  نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول چې دتاييد وړوګرځيدل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته