ټولنه

دکندزدهوايي ډګر تاسيسات پرانستل شول

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢٣ نيټه :

دکندزدهوايي ډگر نوى تاسيسات پرون ګټي اخيستنې ته وسپارل شول.

دکندزدهوايي ډگر آمر انورسادات نن باختراژانس ته وويل  په دغو تاسيساتو کې دغونډوديوسالون جوړول .، دشپږشپيتو محافظتي کانتينرونو برابرول  اودموټرو دتم ځايونو جوړول شامل دي  چې  دالمان په مرسته  دڅه دپاسه نيم مليون يورو په لګښت جوړشوي دي .

دده د څرگندونوله مخې  دکنفرانس په سالون کې په يووخت کې څه دپاسه پنځوس تنه اوپه تم ځاى کې  څه دپاسه سل موټرونه ځاييږي .

سادات وويل  دوسايطو  دتم ځاى اودغونډو دسالون دجوړولو کار څه دپاسه څلورمياشتې وخت ونيوه  چې په  ګټي اخيستنې سره يې ځينې ستونزې  چې دغونډو لپاره دمناسب ځاى اودډ گر دمحافظتي  ځايونو او دموټرود تم ځايونودنشتوالي په خاطر موجودي وي لري شوي دي.

دکندزولايت  امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره چې دتاسيساتو په پرانستلو کې يي برخه لرله وويل  چې دکندزهوايي ډګر دي ته اړتيالري چې کارکوونکو اومسافرانو ته داسانتياو دبرابرولو او دغه راز ددغه ډګر دمحافظت په خاطر دغه شان امکانات په واک کې ولري .

 دکندز هوايي ډګر دالوتکي يوه کرښه لري  او دډګر دامنيت دتامينولو مسووليت دالماني اوافغانۍ ځواکونوپه غاړه دي .

له دغه ډگر څخه  زياتره دايساف  په پوځې چارو کې  کار اخيستل کيږي خو په ځينو وختونو کې دملګروملتو دسازمان اوپه ځينو نورو نړيوالو مرکزونوپورې  اړوندملکي الوتکي هم ناسته او الوتني کوي .

ديادونې وړ ده  چې المان  دايساف  په چوکاټ کې په افغانستان کې نږدې پنځه زره تنه پوځيان لري چې زياتره يي دکندز په ګډون دشمال په ولايتونو کې ديره دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته