خبرونهTOPورزش

د هند پر وړاندې شل اوریزو سیالیو ته د ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د هندوستان پر وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د ملي لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

په دغه جوړښت کې ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمن الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، اکرام علۍ خېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نور احمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان شامل دي.

ټاکل شوې افغان ملي لوبډله به له هند سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لومړنۍ دوه اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې جنوري میاشتې پر ۱۱مه (راتلونکې پنجشنبې په ورځ) پیل کړي او د مهالوېش سره سم به دویمه لوبه د جنورۍ پر ۱۴مه او درېیمه او وروستۍ لوبه د همدې میاشتې پر ۱۷مه په یاد هېواد کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته