امنیت

په ميدان وردګو کې د جګړو له امله وسله والو طالبانو ته زيان واوښت

کابل باختر دزمري د مياشتې ٣٠ :
دميدان وردګوولايت په مربوطاتو کې دنويو نښتو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته دسرزيان واوښت .
دغه جګړې له تيرې شپې څخه تر  نن مازيګر پورې دميدان وردګو ولايت په ځينو سيموکې روانې وې.
لومړۍ  جګړه تيره شپه په جلريز ولسوالۍ  کې هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ.
دميدان وردګو په ولايت کې دپوليسو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې  جګړه په يوې امنيتي پوستې دطالبانو له بريد وروسته ونښته.
ديوبل خبرله مخې :  پنځه تنه وسله وال طالبان دميدان وردګو ولايت په  سيدآباد ولسوالۍ کې له پوځيانو سره  په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه نن غرمه   په يوې ډلې  طالبانو دپوځيانو له بريد وروسته ونښته.
دميدان وردګو ولايت دپوليسو يوه مقام وويل   چې په دې نښته کې پنځه تنه  وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې  په يوه وسله وال طالب د ميدان ښار بازار     ته څيرمه واټ کې دماين ښخولو په وخت کې  دپوځيانو له  خوا ډزې وشوې او ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته