٢٩- کابل / د لیندۍ ۱۲ مه / باختر
د ملي امنیت ځواکونو په جلال آباد ښار کې د یو ډاکټر تر موټر لاندې یو بم کشف او شنډ کړ.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړی څارن فرید خان باختر آژانس ته وویل چې د ملي امنيت موظفينو نن سهار د جلال آباد ښار په درېيمه ناحيه کې یو لاسي بم کشف او شنډ کړ.
فرید خان زیاته کړه چې دغه لاسي بم د محمد آصف په نوم يو ډاکټر تر موټر لاندې غورځول شوی و.
تراوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
پای/ وهاج
2 د یوې دقیقې څخه لږ