کابل باختردتلې د مياشتې ٧ :
په کابل کې د فوټبال د الف ګروپ سيالۍ نن د سولې او د جوانان ميهن د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي.
دکابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصيرقيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په کابل کې د فوټبال د الف ګروپ سيالۍ د څوارلسو ټيمونو په ګډون له څه مودې را په دې خوا په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې د پامير ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره دتوحيد ټيم ته ماتې ورکړه.
دقيومي د څرګندونوله مخې :تر اوسه پورې د حبيبيانا ټيم د ٢٢امتيازونو په لرلو سره د جدول په سر کې ځاى لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ