جلال اباد باخترد غويي دمياشتې ۲۴ مه
دننګرهارپه سیمه ایز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د سپینې وینې (پلازما) تطبیق پیل شو.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریېس ډاکټر نجیب الله کامه وال باختر اژانس ته وویل چې دغه کار یې د اړونده وزارت د پرمختیایي بودیجې او هلت نیټ نړیوالې شبکې په تخنیکي مرسته د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې پیل کړې دی .
ده زیاته کړه، هغه ناروغان چې له دې وړاندې د سپینې وینې د تطبیق په موخه بهرنیو هېوادونو ته تلل اوس کولای شي د ننګرهار په حوزوي روغتون کې دغه کار ترسره کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ