کابل باختر د مرغومي دويمه :
په قندهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار لس ماينونه دجنوبي ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې کشف او شنډ کړل
دهېواد په جنو ب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دغه ماينونه دکلي داوسيدونکو په مرسته دپوځيانو له خوا کشف او شنډ شول .
ده وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره يو ډار اچوونکي پيښې رامنځته کړي خوبريالي نه شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم