ټولنه

دغزني ښار په واټونوکې ډبرى لګول کيږي .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه

  دغزني ښار په واټونوکې د ډبرو دلګولو کار نن پيل شو .

  دغزني ولايت سيمه ئيز چارواکي وايي چې په دې پروګرام کې دغزني ښار په درې کيلومتره پليو لارو کې  ډبرى لګول کيږي  .

 دغزني والي محمد موسي اکبر زاده ددغې پروژې دکار دپرانستلو په وخت کې وويل: په دې پروژه کې دوه نوي زره  امريکايي ډالره لګيږي  چې  درمپ اپ موسسي   له خوا تمويل شوى دى .

 اکبر زاده په فرعي واټونوکې د ډبرى په لګولو او ترميمولو کې له دغې موسسي څخه دقدرداني په ترڅ کې وويل  چې درمپ  اپ موسسي  د بيا جوړولو په برخه کې دغزني  له ولايت سره زياتې همکاري کړى دى اوموږ په بيلابيلو برخوکې ددغې موسسي دلازياتو مرستو غونښتنه کوو  ټاکل  شوې ده  په راتلونکو پړاونوکې دغزني  ښار  نور واټونه هم ددغې پروژې تر پوښښ لاندې ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته