ښوونه او روزنه

د سمنګانو د پوهنې په برخه کې د دوو پروژو د جوړولو کار پيل شو

ايبک باختر دوږي دمياشتې ٢٩  نيټه  :
د سمنګانو ولايت په مرکزکې د ويبلاق ښوونځي د ودانۍ د جوړولو او د عثمانيه دارالعلوم د مدرسې د انګړ د ديوال د جوړولو کار نن پيل شو.
د سمنګانو ولايت د پوهنې رياست د انجينرۍ دبرخې مسوول غلام سخي باختر آژانس ته وويل چې دغه پروژې د پوهنې او دکليو دبيا جوړولو او پراختيا د وزارتونو له بودجې څخه د لسو ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوي دي.
ده زياته کړه چې د ويبلاق ليسې ودانۍ د دوه جريبه ځمکې په ساحه کې په يوه پوړ کې جوړيږي چې اته درسي او دوه اداري خونې  او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوې دي.
خبرځاى وويل چې د دارالعلوم د مدرسې د انګړ ديوال د پنځه سوه شپږ نوي مترو په اوږدوالي او د دوو مترو په لوړ والي په يو کال کې جوړيږي.
د سمنګانو لايت د پوهنې رئيس وويل چې د دغه ولايت په کچه د ٢٩٤ ښوونځيو له  جملې څخه١٢٠ ښوونځي ودانۍ نلري.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته