امنیت

د ملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ٣٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابلباختر دمرغومي د مياشتې١٦ :
د هېواد په ځينو سيمو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې  نهه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دغو عملياتو کې چې  دهېواد  او خلکو ددښمنانو دځپلو په موخه دننګرهار ولايت دبټي کوټ ، دپکتيا ولايت  د زرملې ، دقندهار ولايت دميوند ،دهرات ولايت دګذرې  او دسرپل ولايت دصياد دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول نهه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول  او څوارلس تنه نور يې ټپيان شول  او نوولس تنه  نور له تروريستانو سره داړيکو دلرلو په تور  ونيول شول.
دغه رازپه دغو عملياتو کې  يوه اندازه وسله ، ددرندو وسلو مهمات او نور پوځي  تجهېزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي او دوسايطو ضد لس ماينونه هم کشف اوشنډ کړاى شوي دي.
ديوبل خبرله مخې:
دملي اردو پنځه تنه سرتيري  دامنيتي دندو دترسره کولو په بهېرکې دوسايطو ضد دماينونو د چاودنې له امله شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته