کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د دفتر رياست د بېلابېلو برخو کارونه وڅېړل .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د دغې څېړنې په بهير کې د دفتر د رياست سرپرست محمد شفيق احمدزي د دغه رياست د بېلابېلو برخو کارونه، وړانديزونه او د چارو د لارې پرسر پرتې ستونزې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې .
وروسته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د دغه رياست د ستونزو د لرې کولو ډاډ ورکړ، د چارو د لاښه والي، همغږى او په خپل وخت د اجرااتو په تعقيبولو ټينګاروکړ .
ختم_ ج_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ