امنیت

وسله والو طالبانو په تخار ولايت کې ديوه جهادي قوماندان په کور بريد وکړ .

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه په تخار ولايت کې ديوه جهادي  قوماندان په کور  بريد وکړ او ساتونکى يې وواژه .
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختراژانس خبريال ته وويل چې طالبانو دقوماندان امان دوژل کيدو په نيت بريد وکړ او ددغه قوماندان دکور دساتونکو له خوا له مقاومت سره مخامخ شول او طالبان له سيمې څخه وتښتيدل .
اسير وويل په دې پيښه کې دقوماندان امان يوساتونکۍ ووژل شو او يوبل ساتونکى يې ټپى شو .
ده وويل ددغې نښتې له امله  طالبانو ته دسرداوښتي زيان  په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .     ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته