امنیت

يوه ځوانه ښځه په جوزجان کې ووژل شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر :
يوه ځوانه ښځه نن سهار په جوزجان کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له لورې  په ډزو سره ووژل شوه .
دجوزجان دامنيې قوماندانۍ وياند مسعود نديم باختراژانس ته وويل چې دغه ښځه دخواجه دوکو ولسوالۍ په عرب قرلق  کلي کې هغه وخت ددرېو نقاب لرونکو کسانو ووژله چې  له خپل ميړه اوشپږو بچيانو سره په خپل کورکې ويده وه.
ددغې ښځې ميړه وايي چې نقاب لرونکو وسله والو کسان ددغې ښځې له وژل کېدو وروسته له خپلو موټرسايکلونو سره له سيمې څخه وتښتېدل
دجوزجان دپوليسو وياند وايي چې تراوسه پورې ددغې ښځې دقاتل په باب نښې نښانې دپوليسو لاس ته نه دى راغلى او له دغې ښځې څخه شپږ کوچني بچيان پاتې دي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته