امنیت

په هلمند کې دچاودنې له امله څلور تنه ملکيان ټپيان شول .

کابل باختر د ثور نهمه :
په هلمند ولايت کې په يوه موټرسايکل دځاى پرځاى شوى بم په چاودنه کې څلور تنه ملکيان ټپيان شول .
په لښکرګاه ښار کې  يوه امنيتي مقام چې دنامه له يادونې څخه يې ډډه وکړه  وويل چې دغه چاودنه نن غرمه په لښکرګاه ښار کې يو روغتيايي کلينيک  ته څيرمه په يوجومات کې چې دفاتحې اخستلو مراسم پکې پرځاى  شوى و رامنځته شوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
خبرځاى زياته کړه چې ددغې پيښې يوټپي دلښکرګاه ښار دڅلورمې  امنيتي حوزې دآمر ورور دى چې دفاتحې اخستلو په مراسموکې  دګډون لپاره جومات ته ورغلى و .
مقامات وايي چې دپيښې ټپيان دايمرجنسي روغتون ته ليږدول شوي دي او ددغه روغتون روغتيايي مسوولينو ددغې  پيښې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته