فرهنګ

په يونسکواوايسسکو کې دافغانستان سفيراودايمي استازي وايي چې ايسسکودپنځلسوروزنيزواوفرهنګي پروژوپه ترسره کولوکې داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت سره همکاري کوي.

پوهاند ډاکتر محمدقاسم فاضلي چې په دې برخه کې يې دباختر اژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل چې  دغه همکاري په ٢٠١٣ کال کې داسلامي ثقافت دمرکز په توګه دغزني ښار له جوړولو سره جوخت پيليږي.

پوهاندفاضلي وويل داسلامي ثقافت دمرکز په توګه دغزني ښار دنومولو پروګرام دايسسکو دسازمان له خوا طرحه او ملاتړييې شوى دى  نه ديونسکو دسازمان له خوا چې له بده مرغه په افغانستان کې داسې ويل شوي و چې دغه پروګرام ديونسکو له خوا سازمان ورکړى شوى  دى .

ديونسکواوايسسکو په سازمان کې دافغانستان سفيرڅرگنده کړه ايسسکو داسلامي هيوادونو دکنفرانس په چوکاټ کې چې هرکال جوړيږي داسلامي فرهنګ دمعرفي کولو ، ودې اوبډاينې  اوپه دى خاطر چې نړيوال له اسلامي فرهنګ اوتمدن سره بلد شي اسلامي نړۍ په دريو حوزو ويشلي دى يعني  داسيا حوزه ، عربي  حوزه  اودافريقا حوزه اوهرکال له هرې حوزي څخه درې ښارونه انتخابيږي چې په افغانستان کې دغزني ښار ، مدينه منوره ، په عربي  حوزه کې  اوپه طرابلس اونايجريا کې دوه ښارونه  معرفي اوانتخاب شول .

دايسسکو سازمان دغه پروګرام په دې خاطر ترسره کوي  چې دنړۍ خلک دافغانستان دتيرتاريخ په باب پوه شي او دغه موضوع افغانستان ته فرصت ورکوي چې خپل فرهنګ نړيوالو ته معرفي کړي او دغه راز دسولې پيغام پرانيزي اوايسسکو ديونسکو په شان يوه موسسه ده چې  په نړۍ کې  دفرهنګونو دتبادلى اوبډاينې په لاره کې  رول لوبوي اودغه راز دسولې پيغام دنړيوالوغوږونو ته رسوي او دفرهنگونو دپياوړتيا له لارې  سولې ته  درسيدو په لاره کې هلې ځلې کوي او افغانستان هم له بل هروخت څخه  زيات سولى ته اړتيالري  اودغه پروګرام کولاى شي  افغانستان ديو اسلامي مرکز په توګه داسلامي فرهنګ په لرلوسره دسولى اوپرمختګ غوښتوونکي معرفي کړي چې دنړۍ خلک پوه شي  چې افغانستان سولى ته اړتيالري  اوسوله  غواړي او داسلامي ثقافت  دمرکز په توګه دغزني ښار په نومولو سره  دايسسکو سازمان چمتو دى چې خپله ونډه ولري.

پوهاندفاضلي زياته کړه  چې په ٢٠١٣  کال کې دايسسکو مهمه ونډه له لسو څخه تر پنځلسو پروژو تطبيق دى  چې په فرهنګي او روزنيزو برخو کې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

ده وويل  چې دتاريخي  ابداتو بيارغاونه ، دتاريخي اوفرهنګي ابداتو دساتنې  اوڅارنې لپاره  دفني کارکوونکو روزنه  ددغو پروژو يوه برخه ده .

پوهاند ډاکترفاضلي زياته کړه چې دافغانستان خلکو ته ښه فرصت دى چې دسولى دبهير دټينګښت په خاطر ورڅخه استفاده وکړي .

ده وويل  دغه پروګرام کولاى شي دهغو کسانو  ذهنيت چې دجګړې په وخت کې يې يو عمر تيرکړي دي دسولى په لور بدل کړي اوپه دې لاره کې دافغانستان دولت اوپه تيره بيا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کولاى شي  محوري  رول ولوبوي  اودخلکو له ذهنونو څخه دجګړې ، اختلاف  اودښمني لړي پاکې کړي.

ده وويل  چې دفرهنګي ميراثونو اوتاريخي ابداتو په ساتنه کې يواځنۍ خلک کولاى شي رول ترسره کړي .

پوهاند فاضلي دافغانستان له خلکو اوپه تيره بيا دغزني ولايت له خلکو څخه وغوښتل  چې ددغه ښار دفرهنګي ميراثونو اوتاريخي ابداتو په ساتنه کې چې دافغانستان دخلکو داسلامي اوتاريخي دهويت ښکارندوى دى په جدي توګه هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته