سیاستTOP

د جمهوررییس غني په مشرۍ د شپږ نیمو غونډه جوړه شوه

کابل / د زمري٢مه / باختر
د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د شپږ نیمو غونډه نن سهار په ارګ کې وشوه او مسوولینو په بېلابېلو برخو کې خپل راپورونه له جمهوررییس سره شریک کړل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس د هغوی د راپورونو تر اورېدو وروسته، د شپږ نیمو غونډې د کار، جدیت او همغږۍ د ستاینې ترڅنګ د کابل په مختلفو بنسټونو کې د مدیریت او همغږۍ رامنځته کولو له امله د جمهوري ریاست لومړي مرستیال قدرداني وکړه.
جمهوررییس غني وویل: د ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي له امله د پولیسو حیثیت لوړ شوی، ښاروالۍ خپل کارونه په جدیت او قاطعیت پرمخ وړي او د ولایت کړنې ښې شوې دي.
د هېواد جمهوررییس د شپږ نیمو غونډې نمونوي وبللې، ویې ویل: دې غونډو د کابل لپاره یو روایت جوړ کړی، د کابل روایت د ټول ملت روایت دی، باید پیاوړی او په ټول هېواد کې عملي شي.
جمهوررییس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: د کابل شاوخوا ولسوالیو امنیت ښه شوی، له درنو جرمونو سره په مبارزه کې له څارنوالۍ سره نږدې همغږي او تر کوچنیو مسایلو پورې د هرې دوسیې تعقیب او همدا راز د شهیدانو کورنیو ته په رسیدګي کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.#
پای/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته