ننګرهار باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
په ننګرهار ولايت کې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ خونړۍ جګړه درېمې ورځې ته ورسيده.
دغه جګړه په پچيراو آګام ولسوالۍ د داعشيانو له بريد وروسته پيل شوه او تر اوسه پورې دوام لري .
د سيمې مشران وايي چې داعشيان غواړي چې توره بوره له طالبانو څخه ونيسي او پکې ډار اچوونکي اډه جوړه کړي.
د ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل: په دې جګړه کې دواړو لورو ته د سردروند زيان اوښتى دى .
په همدې حال کې د دغو جګړو له امله تر اوسه پورې د پچير او آګام ولسوالۍ په سلګونو کورنۍ د خپلو کورنو پريښودو ته اړې شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ