سیاست

د افغاني هيئت لومړۍ ډله عشق آباد ته ورسيده

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٧ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د هيئت لومړۍ ډله نن د ترکمنستان پايتخت عشق آباد ته ورسيده.
ترکمنستان سږکال د نوروز د جشن کوربه  دى چې د ملګروملتو د سازمان له خوا څه موده مخکې د نړيوال جشن په توګه اعلام شو.
له عشق آباد څخه د باخترآژانس استول شوى خبريال احمدضيا احمدي دخبرله مخې: د راتلوونکي کال د نوروز جشن د افغانستان ، تاجکستان ، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، آذربايجان، ايران، هندوستان، ترکمنستان او د ترکيې دهيوادونو په ګډون جوړيږي .
د افغاني هيئت د لومړۍ ډلې د يو تن مسوول عاکف د څرگندونوله مخې: په دې ډله کې د اطلاعاتو اوفرهنګ او د بهرنيو چارو د وزارتونو يوشمېر رييسان ، د سيمه ييزې موسيقۍ هنرمندان، دملي  اټن  او دمطبوعاتو ډلې شاملې دي چې عشق آباد ته رسيدلې دي.
دده دڅرگندونوله مخې: د سندرغاړو په ډله کې سيتاقاسمي او حسن بسمل هم شامل دي .
په عشق آباد کې د افغانستان دسفارت سکرټر نورالدين رحماني او ددغه سفارت يوشمېرکارکوونکو هيئت ته هرکلى ووايه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته