امنیت

په هرات کې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه ديوه ايراني ژغورنه

کابل باختر دچنګاښ  ٢١
يو ايرانى تبعه دهرات  ولايت په زاول  ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونودګډوعملياتوپه بهير کې  دانسان تښتوونکوله منګولو  څخه ازادکړى شو
دغه بهرني  تبعه کابو لس ورځې مخکې  په چل ول سره  له ايران څخه هرات ته ليږدول شوى و  چې له نيکه مرغه نن دامنيتي ځواکونوپه چټکو  عملياتو کې ازادکړى شو.
دهرات ولايت چارواکي ددې خبر په تاييدولو سره وايي چې ددغه بهرنى  تبعه دژغورنې په عملياتو کې يو انسان تښتوونکى ووژل شو او يوتن بل ټپي شو.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد له انسان تښتوونکوسره دمبارزې په کار کې  دمسوولانودجدي هوډ خبرورکړ او ويې ويل چې په دغوعملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
له بلې خوا هغه ايرانى تبعه چې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه ژغور ل شوى دى  دامنيتي ځواکونو دهڅو او هاند له امله قدرداني  وکړه او ويې ويل  چې انسان تښتوونکو دهغې مودې په بهير کې  چې دهغوى په بند کې  و، له ده سره ناوړه چلند کړى دى او آن په ډزو سره يې هغه په لاس  اوپښه کې ټپي کړى دى .  په هرات ولايت کې  دانسان تښتوونکو له منګولو څخه دغه بهرنى  تبعه په داسې حال کې ژغورل کيږي چې په هرات ولايت کې اوس دتيرو کلونو په پرتله  دسازمان  موندلو جرمونو ګراف ټيټ شوى دى .
  ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته