روغتیا

د اُميد ٧٠٠ بستريز مرکز د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شو

 کابل / د وري ٢٦ مه / باختر
اميد د فني او حرفوي زده کړو ٧٠٠ بستريز مرکز د شپږو مياشتو لپاره د عامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معين ډاکټر فدامحمد پيکان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د لارښوونې او د کابينې د پرېکړې پر بنسټ، په فينکس کمپ کې، اميد د فني او حرفوي زده کړو ٧٠٠ بستريز مرکز د اړتياوړ له ټولو لوازمو او تجهيزاتو سره يې  د يوتفاهم په ترڅ کې په کرونا ويروس د اخته کسانو د خدمت او په هېوادکې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر د شپږو مياشتو لپاره د عامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړ شو.
هغه وويل: په دغه مرکز کې هغه بې کوره روږدي کسان چې په وروستيو کې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه له کابل ښار څخه راټول شوي دي، ساتل کېږي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته