ورزش

دازادي ټيم باختر ټيم ته ماتې ورکړه .

-کابل باختر  دلړم يوولسمه :
په هرات کې  دفوټبال  ددويم لاس  دټيمونو سياليو  نن  په يوې لوبې سره دوام وکړ .
  دهرات ولايت  دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې  پړاو کې  دازادي ټيم  په يوه په زړه پورې لوبه کې  ددوو په وړاندې په اتو سره دباخترټيم ته ماتې ورکړه .
  دنوروزي دڅرګندونوله مخې، په هرات کې دفوټبال  ددويم لاس  دټيمونو سيالۍ داتو ټيمونوپه ګډون پيل شوې دي  او سبا  دکوثر او ميوند ټيمونه لوبه کوي .
ديوبل خبرله مخې  په هرات کې دفوټبال دلومړى لاس دټيمونو  سيالۍ  نن مازيګر دجامي او آمو  د ټيمونو په لوبې سره  دوام مومي .
  دغه سيالۍ  په هرات کې ددولسو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي او په پرونۍ  لوبه کې  داريانا  او هيري  ټيمونو لوبه  په دريو دريو  ګولونوسره  برابره پاى ته ورسوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته