امنیت

دغزني په ګڼ ميشتو سيموکې د طالبانو ناکامه ماين ايښودنه

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
افغان ځواکونه وايي چې نن سهار يې په غزني ولايت کې په دوو ګن ميشتو لاروکې د دوو چاودنو مخه نيولې ده .
دخبرونو له مخې: وسله والو طالبانو د اندړو – غزني ښآر په لويه لاره کې ماينونه ځاى پرځاى کړي و چې د افغان ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
دغزني په ولايت کې د ملي اردو ويندوى جګړن نظيف الله سلطاني باختر آژانس ته وويل: طالبانوغوښتل په دغوماين ايښودلو سره په اندړوکې خونړۍ پيښه رامنځته کړي .
دجګړن سلطاني دڅرګندونو له مخې: دغه ماينونه دسيمې د اوسيدونکي په همکارۍ د افغان ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته