امنیت

په هلمند کې يو پوليس شهيد او اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل _ باختر د وري څليرويشتمه
په هلمند ولايت کې  له وسله والو طالبانو سره دملي پوليسو او اردو دځواکونو په نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
د غه راز په دې  نښته کې يو پوليس  شهيد شو او شپږ تنه امنيتي ځواکونه ټپيان شول .
دهلمند دوالي ويندوى محمد عمر ځواک باختراژانس ته وويل دغه جګړه پرون مازيګر هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو ددغه ولايت دسنګين ولسوالۍ په زرد ريکي او سدو ن سيمو کې دسيمې دخلکو په ځورونې لاس پورې کاوه .
ځواک وويل چې ملي ځواکونو دسيمې دخلکو ددفاع په  خاطر له وسله  والو طالبانو سره په نښتې لاس پورې کړ اوله امله يې چې پنځه ساعته دوام وکړ اته تنه وسله  وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول .
ځواک وويل چې په دې جګړه کې يو پوليس  شهيد شو او دوه تنه پوليسان او دملي اردو څلور تنه سرتيري ټپيان شول . 
خبرځاى زياته کړه چې ددغې پيښې  ټپيان  د هلمند ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي او دروغتون مسوولينو ددريو تنو ټپيانو حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته