امنیت

د ماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
  دوسله والو طالبانو له خوا په قندهار ولايت کې په واټ کې دښخ  کړاي شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي  شهيدان او يو تن بل ټپي شو .
دقندهار دوالي ويندوى جاويدفيصل باختر اژانس ته وويل چې دغه ماين پرون دخاکريز ولسوالۍ په باغکي  ساحه کې هغه وخت وچاوديد چې ملکي وګړي له ساحې  څخه دتيريدو په حال کې و .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او يوتن بل ټپي شو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته