سیاست

جمهوررئیس غني: دښمنان د مرګ خو د هېواد صنعتکاران د ژوند، سوکالۍ او پیوستون پیغام لري

کابل باختر د زمري  ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې پرون ماسپښین د کور او ښار جوړولو وزارت او د کانونو او صنایعو د نوې جوړې شوې خونې ترمنځ د همکارۍ قرارداد لاسلیک شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې مناسبت د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړو شویو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ میرمن، د اقتصادي سکتور یو شمېر مسوولانو او د هېواد د صنعتکارانو استازو حضور درلود، لومړی د کور او ښار جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري په خپلو خبرو کې له صنعتي پلوه د هېواد د خودکفايي په لور د جمهوررئیس له هڅو مننه وکړه.
هغه وویل: دا په تاریخ کې لومړي ځل دی چې زموږ خصوصي سکتور او ودانیز صنعت دومره پرمختګ کړی دی او له بلې خوا لومړی ځل دی چې دغه سکتور د دولت له دومره ملاتړه برخمن دی. 
نادري په تېرو دوو کلونو کې د کور او ښار جوړولو وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، هڅه یې داده چې ښارونه باید د کار او تولید په مرکزونو بدل شي او په دې برخه کې ښاري پلانونه او پروګرامونه لري چې د جمهوررئیس تر مستقیم نظارت لاندې پرې کار روان دی.
هغه وویل، دا چې د ۱۳۹۷کال له پیل سره به د ټولو دولتي ودانیو جوړول د کور او ښار جوړولو وزارت په غاړه وي، په دې کې به د کورنیو تولیداتو کارول نه یوازې زموږ ودانیز صنعت لا پیاوړی کړي، بلکې زرګونو خلکو ته به په کې کار پیدا شي او له دې لارې به دغه هدف ته نږدې شو چې افغانستان له وارداتي هېواده په صادراتي هېواد بدل کړو.
نادري ټولو صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ چې د ټولو هغو ودانیزو توکو لیست یې ترتیب کړی دی چې په کور دننه تولیدیږي او په ودانیزو چارو کې به له دغو تولیداتو کار واخیستل شي او د دغه هوکړه لیک په اساس به وکولای شو چې د دولت او صنعتکارانو ترمنځ هر اړخیزو همکاریو ته لار اواره کړو.
ورپسې د صنعتکارانو د اتحادیې مشر شیرباز کمین‌زاده په خپلو خبرو کې وویل، سره له دې چې هېواد مو له سختې جګړې سره مخ دی او په داسې حساسو شرایطو کې مو جمهوررئیس صنعت ته پاملرنه کوي دا د ده د ژورې پوهې او درک نښه ده چې د کورنیو تولیداتو له اهمیت څخه یې لري او له دې امله یې د ټولو صنعتکارانو په استازیتوب ورڅخه مننه وکړه.
کمین‌زاده وویل، موږ په بېلابېلو برخو کې هېواد ته ژمن صنعتکاران لرو او دوی چمتو دي چې د هېواد وارداتي اقتصاد په تولیدي اقتصاد بدل کړي او په خلکو یې غږ وکړ چې له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ او استفاده وکړي او له جمهوررئیس څخه یې مننه وکړه چې خپله هم په داخل کې تولید شوي بوټان په پښو کوي او ټولو دولتي ادارو ته یې ویلي چې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.
کمین‌زاده وویل، کله چې د اقتصاد عالي شورا لومړنۍ غونډه جوړیده موږ د صنعتکارانو په استازیتوب لس غوښتنې مطرح کړې، چې تر دې مهاله مو اوه غوښتنې عملي شوي دي او په پاتو هم کار روان دی. هغه د قوانینو د اصلاح، زیربناوو لپاره د ځمکو د ورکړې، د مالیاتو او برېښنا د کموالي په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه مشخص وړاندیزونه وکړل.
همدارنګه غونډې ته د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې رئیس حمیدالله خادم، د ننګرهار د صنعتکارانو د اتحادیې رئیس حاجي تورملنګ، د بلخ د صنعتکارانو د اتحادیې رئیس سید محمد ظاهر روشن‌زاده، د کندهار د صنعتکارانو د اتحادیې مرستیال ګلنواز شیواني، د کابل د صنعت کارانو په استازیتوب د پیمان ایس کریم شرکت رئیس سخي احمد پیمان په خپلو خبرو کې د جمهوررئیس څخه د کورني صنعت د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې صنایعو او کانونو د جلا خونې په جوړیدو سره به یې ستونزې تر ډېره حده حل شي.
دغو ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل چې دوی په ډېرو سختو شرایطو کې پانګونه کړي چې د کامیابۍ هیڅ چانس یې نه و، خو اوس یې چې دولت هم ملاتړ کوي او قوانین یې هم په ګټه دي خپلې هڅې به لا ګړندۍ کړي.
دوی په خپلو اړوندو ولایتونو کې په صنعتي پارکونو کې د کانالیزاسیون نشتوالی، چاپیریال ساتنې ته نه پاملرنه، د اطفايي نشتوالی، د دولتي خدمتونو کموالی، د برېښنا کمښت، د ځمکو عصب او د امنیت په اړه خپلې اندېښنې له جمهوررئس سره شریکې کړې او د هغې د حل په موخه یې د حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
دغو صنعتکارانو د حکومت د اقتصادي او انکشافي برنامو د ملاتړ تر څنګ له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې را روان ۱۳۹۷کال دې د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ کال په نوم ونمانځل شي.
همدارنګه غونډه ته په فرهنګي چارو کې د جمهوررئیس سلاکار اسدالله غضنفر د صنایعو او کانونو خونې د جوړيدو په اړه د جمهوررئیس غني حکم ولوست چې له مخې به یې د سوداګرۍ او صنایعو له خونې څخه د صنایعو برخه جلا او د یو مستقل حقوقي شخصیت په توګه به د صنایعو او کانونو د خونې په نامه فعالیت پيلوي.  
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی وینا وکړه وې ویل، نن واقعا یوه ځانګړې ورځ ده، د افغانستان دښمنان د مرګ خو د هېواد صنعتکاران د ژوند، سوکالۍ او پیوستون پیغام لري. هغه زیاته کړه، صنعتکاران ډارن نه دي، بلکې اصلي جهاد دوی تمثیلوي او د دې خاورې په راتلونکي باور لري او په پرله پسې توګه نوې طرحې او مفکورې وړاندې کوي.
جمهوررئیس وویل، افغان صنعتکاران د تقسیم لامل نه دي، بلکې د افغانستان د وحدت لامل شوي دي. افغان صنعتکاران د هېواد سوکالي غواړي او باور لري چې دغه پریمانه او ستره شتمنې چې خدای تعالی موږ ته راکړې ده، د افغانانو په خپل همت به د سوکالۍ، ثبات او د خلکو د ژوند وسیله جوړیږي.
جمهوررئیس د صنعتکارانو د ملي ژمنې څخه په مننې وویل، تاسې په حل لارو فکر کوی نه په مشکلاتو او د هغو لپاره ښه بېلګه یاست چې د یو غران لپاره یو میلیارد بربادوي.
جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې د مسلمانانو لارښود حضرت محمد (ص) سوداګر و، وویل: له همدې امله زموږ دین د نوښت، سوداګرۍ او صنعت دین دی.
هغه وویل، زه یو نجیبه مثلث د افغانستان د سوکالۍ او ثبات لامل بولم چې د دغه مثلث یوه څنډه صنعتکاران دي، ځکه تر هغو مو چې هېواد تولیدي نشي، پرمختګ او ترقي امکان نه لري.
جمهوررئیس وویل، د دغه مثلث بله څنډه دولت دی او دولت باید د صنعتکارانو اخلاقي سهمدار وي او د دولت پیسې باید مصرفي نه وي باید دا پیسې تولیدي نقش ولري او دا نن چې څوک چغي وهي د دوی وارداتي ګټې په خطر کې دي.
جمهوررئیس د نجیه مثلث درېیمه څنډه خلک او په ځانګړي ډول ښځې وبللې وې ویل، هره ښځه باید کورنیو تولیداتو ته ترجیح ورکړي او دا کار باید په یوې ملي ژمنې بدل شي.
جمهوررئیس د صادراتو په زیاتوالي او د وارداتو په کموالي ټینګار وکړ وې ویل، دولت باید د صنعتکارانو په خدمت کې د هغوی دوامداره شریک پاتې شي او صنعتکارانو ته د تقاضا شرایط، بازار او اسانتیاوې برابري کړي.
هغه وویل، دوه کاله مخکې د صنعتکارانو او دولت ترمنځ اړیکه نه وه موجوده، خو اوس تاسې خپله وویل چې له لسو غوښتنو مو اوه عملي شوي دي او زیاته یې کړه: د دولت او صنعتکارانو ګډ پلاوی دې جوړ شي چې ستاسو ټولې غوښتنې په کې وڅیړل شي.
جمهوررئیس د ځمکو په غاصبینو غږ وکړ چې یا غصب شوي ځمکې خوشی کړئ او یا دې د دولت جدي اقداماتو ته په تمه شي.
جمهوررئیس وویل، قوانینو کې باید داسې تغییرات راشي چې پانګونه زیاته شي او له صنعتکارانو یې وغوښتل چې یوه کمېټه جوړه او هغه کې ټول هغه قانوني موارد په نښه کړی چې بدلول غواړي.
جمهوررئیس ژمنه وکړه چې راتلونکی کال به له صنعت څخه د ملاتړ کال ونوموي او په ټول افغانستان کې به ونمانځل شي او یادونه یې وکړه چې واړه کانونه به ژر افغان صنعتکارانو ته په واک کې ورکول شي او د ښار جوړولو وزیر ته یې لارښوونه وکړه چې د کورنیو تولیداتو د یو دایمي نندارتون د جوړولو په خاطر لاس په کار شي.
همدارنګه جمهوررئیس وویل تر راتلونکي څلورو کلونو پورې به افغانستان د برېښنا له اړخه خودکفا شي او له صنعتکارانو یې وغوښتل چې راشي او د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
محمداشرف غني وویل، صنعتکاران زموږ د ټولو اقتصادي لیدلورو او پالیسیو یو اساسي رکن دی او زیاته یې کړه، د صنعتکارانو ټولې معقولې او مشروع غوښتنې به عملي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته