ټولنه

په پروان کې له معلوولينو سره دمرستې صندوق جوړ شو .

کابل باختردثور  دويمه :
دشکرانې سلامت صندوق نن دمعلووليت لرونکو اشخاصو او دشهيدانو دوارثانو دټولنيزې شورا له خوا جوړ او دپروان دوالي له خوا پرانيستل شو .
دشکرانې سلامت دغه ملاتړيز صندوق دپروان دوالي محمد عاصم عاصم له خوا په داسې حال کې چې دپروان ولايت دملي امنيت رييس جنرال صنم  ګل سحاک ، دولايتي شورا رييس غلام بهاوالدين جيلاني ، دهمغږۍ دمرکز قوماندان ډګروال  الوزى احمدزى ، امنيه قوماندان جنرال محمد زمان مموزى او ددولتي ادارو نور رييسان او دشهيدانو دوارثانو او دمعلوولينو استازي شامل و دپټۍ په پريکولو سره پرانيستل شو .
دپروان والي محمد عاصم عاصم ددغه ولايت دمعلوولينو دټولنيزې  شورا ددغه نيک اقدام اوښه نوښت له امله قدرداني وکړه او ويې ويل دمعلوولينو او دشهيدانو دوارثانو دستونزو او اړتياوو دلرې کولو په خاطر ددغه صندوق جوړول يو مهم ګام دى او له دغه بنسټ سره يې دپروان دسيمه ييزې ادارې دملاتړ او همکارۍ ژمنه وکړه .
دپروان والي له خلکو او دادارو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې  له خپل توان سره سم دې له دغه صندوق سره مالي مرستې وکړي چې دمعلووليت لرونکو کسانو او دشهيدانو دوارثانو ستونزې لرې شي .
دغه راز دپروان والي ددغه بنسټ  له مسوولينو څخه وغوښتل چې په دې لاره کې په صادقانه اوشفاف ډول عمل وکړي .
وروسته دپروان دمعلووليت لرونکو اشخاصو دټولنيزې شورا رييس عبدالحکيم  همدرد وويل :دشکرانې سلامت صندوق دمعلووليت لرونکو اشخاصو او دشهيدانو دوارثانو دټولنيزې شورا په نوښت دمعلوليت لرونکو اشخاصو او دشهيدانو دوارثانو داقتصادي بنسټ دپياوړتيا او دهغوى دستونزو او اړتياوو دلرې کولو او هغوى ته دکار دزمينو دبرابرولو په موخه جوړ شوى دى .
دپروان دولايتي شورا رييس همدرد وويل دغه صندوق د پروان ولايت دمقام ، دمعلولينو دټولنيزې  شورا ، مستوفيت ، دکار او ټولنيزو چارو درياست او ددغه ولايت دولايتي شورا داستازو په ګډون جوړ شوى دى .
دپروان دولايتي شورا رييس غلام بهاوالدين جيلاني دشکرانې سلامت دملاتړيز صندوق جوړول يو مناسب نوښت وباله او دخلکو په استازيتوب يې له دغه صندوق سره خپل  ملاتړ څرګند کړ او خپله شخصي ونډه يې هم څرګنده کړه .
دغونډې په پاى کې دپروان ولايت دکار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلوولينو رييس وکيل احمد سهيل هم ددغه صندوق دپياوړتيا او ملاتړ په باب خبرې وکړې .
دغونډې په پاى کې دغه صندوق دپروان دوالي او دبرخه والو له خوا دپټۍ په پريکولو سره پرانيستل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته